زېلېنسکي راتلونکې اونۍ په امریکا کې له بایډن، هېریس او ټرمپ سره ګوري

زېلېنسکي په وروستي ځل تېر کال په ډېسېمبر کې امریکا ته تللی وو ـ د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او مرستیاله ولسمشره کاملا هېریس به راروانه اونۍ له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره وویني.

د سېپټېمبر پر ۱۹مه د سپینې ماڼۍ ویاندې په یو بیان کې ویلي چې دغه دواړه امریکایي مشران به جلا جلا د سېپټېمبر پر ۲۶مه په واشنګټن کې سره ویني.

د بیان له مخې، په دغو لیدنو کې به د اوکراین او روسېې ترمینځ د جګړې پر وضعیت، د اوکراین پر ستراتیژیکې منصوبه بندۍ او له هغه هېواد سره پر امریکایي مرستو خبرې وشي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرن جین پیېر په بیان کې زیاته کړې چې امریکا به له اوکراین سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او دغه ملاقات هم د دې لړۍ یوه برخه ده.

بلخوا د اوکراین د ولسمشر دفتر ویلي چې زېلېنسکي به له پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره هم ملاقات وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په نومبر کې په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. په دغو انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ د رېپبليکن ګوند نوماند او کاملا هېریس د ډیموکراټ ګوند نومانده ده.

زېلېنسکي په وروستي ځل د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه امریکا ته تللی وو. په هغه سفر کې نوموړي له ولسمشر جو بایډن سره ولیدل او د امریکا په ملاتړ د اوکراین د دفاعي اړتیاوو او له روسیې سره د روانې جګړې په اړه یې خبرې وکړې.

په دې ملاقات کې د امریکا لخوا د اوکراین لپاره د نوي امنیتي مرستو پېکج هم اعلان شو، چې په ځانګړې توګه د هوايي دفاع سیسټمونو د پیاوړي کولو لپاره وو.