د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ناموس په نامه وژنې غندلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په سوات، کوهستان او قبايلي ضلعو کې د ناموس په نامه وژنې زياتې شوې دي. د غير سرکاري ادارو له ارقامو سره سم د خيبر پښتونخوا په سوات کې په روان ۲۰۲۴ز کال کې له ۲۰ زياتې ښځې د ناموس په نامه وژل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وايي، په ټولنه کې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي نه شتوالی، د پوليسو له خوا ناسمې پلټنې او بيا له اغېزمنې کورنۍ سره روغه جوړه هغه لاملونه دي چې په دې پېښو کې ککړ کسان خوشې شي يا ورته سزا نه ورکول کېږي. خو چارواکي وايي، د ناموس په نامه د وژنو په قضيو کې سختې سزاګانې موجودې دي.