اروپايي ټولنه وايي اوکراین ته د بیارغونې لپاره ۳۹ اربه ډالره پور ورکوي

د اروپايي کمېشن مشره اورسولا فن دېر لېین له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي سره د لیدو پر مهال.

د اروپايي کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین د سېپټمبر پر ۲۰مه کییف ته د سفر پرمهال اعلان کړی چې اروپايي ټولنه به اوکراین ته د بیارغونې لپاره ۳۹ اربه ډالره پور ورکوي.

نوموړې دا ګام د اوکراین د بیارغونې لپاره د اروپايي ټولنې یوه بله مهمه ونډه وبلله.

اورسولافین دیرلین پر ایکس پاڼه په بیان کې وویل چې د روسیې د بېرحمانه حملو معنا دا ده چې اوکراین د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له اورسولا فین دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د ده د هېواد د بریا پلان په روان کال کې د اوکراین د متحدانو پر چټکو پرېکړو تکیه کوی.

ولسمشر زیلینسکي وویل چې اوکراین پلان لري د اروپايي ټولنې د پور پیسې د هوايي دفاع، انرژۍ او د کورنیو وسلو پر اخیستو ولګوي.