لبنان وايي، پر بېروت په اسراییلي برید کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی

د اسراییل پوځ ویلي چې په دې برید کې یې د حزب الله مهم کوماندان وژلی دی.

د لبنان د روغيتا وزیر فراس الابیض وايي چې د اسرایيلو لخوا د سېپټمبر پر ۲۰مه د بيروت په څنډه کې په ترسره شوو هوايي بريدونو کې د وژل شوو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی دی.

نوموړی وايي په وژل شوو کې اووه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي. فراس الابیض د سېپټمر په ۲۱ له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې په بريدونو کې ۶۸ کسان ژوبل شوي هم دي.

ده زیاته کړه چې دا د ۲۰۰۶ م کال په اوړي کې د حزب الله او اسرايیل ترمنځ له جګړې وروسته د اسرایيل له خوا پر بيروت تر ټولو خونړی بريد دی.

په وژل شوو کې د حزب الله قومندان ابراهيم عقيل هم شامل دی. ابراهيم د امريکا لخوا د ترهګرې ګرځول شوې ډلې حزب الله د ستر رضوان ځواک مشر هم وو.

دغه بريد چې د يوې ودانۍ په تخانه کې د حزب الله ډلې د غړو پر غونډه ترسره شوی، پکې د دې ډلې يوشمېر غړي وژل شوي او ودانۍ هم تبا شوې ده.

تر دې وړاندې د اسراییلو پوځ وویل چې د سېپټمبر پر ۲۰ مه یې د لبنان د بیروت په جنوبي څنډه کې په یوه هوايي برید کې د حزب الله یو لوړ پوړی کوماندان وژلی دی.

په دې د اسراییلو او ایران پلوه ډلې ترمنځ له یو کاله راهیسې روانه اوږده شخړه لا زیاته شوه.