په بر جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځه تنه ټپي کړي‌

د جنوبي وزیرستان نقشه.

د بر جنوبي وزیرستان پولیس وايي چې د سېپټمبر پر ۲۰مه په مکین کې د ماین په چاودنه کې پنځه تنه ټپي شوي دي.

د مکین تانې مشر تېمور مسید مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د مکین په سپین کمر قلندر کلي کې شوې ده. دی وايي، " په یو کور کې ماین چاودلی دی چې له کبله یې یوه ښځه، دوې وړې نجونه او دوه واړه ماشومان ټپي شوي‌دي."

د تېمور مسید په وینا، پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې ده.‌

د بر جنوبي وزیرستان د صوبايي‌ اسمبلۍ غړی اصف خان مشال راډیو ته وویل چې ضلعې انتظامیې له اغېزمنې کورنۍ سره د مالي مرستې لپاره ګامونه پورته کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عالمزېب مسید مشال راډیو ته وویل چې له ۲۰۰۹م کاله راهیسې په جنوبي وزیرستان کې د ماینونو ۲۸۰ چاودنې شوې دي. د ده په وینا، په دې کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي‌ او په ګڼ شمېر ټپي شوي دي.

عالمزېب مسید وايي، حکومت په سیمه کې د مایونونو پاکولو لپاره ګامونه نه اخلي. خو حکومتي چارواکو وخت پر وخت ویلي چې پوځ له سیمې د ماینونو ټولو په کار لګیا دی.