په لاهور کې د پي ټي اې جلسه پای ته رسېدلې ده

انځور له ارشیفه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ګرانۍ خلاف او د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره لاریونه وکړل. دوی په لاهور کې د لویې جلسې اعلان کړی وو.

د یاد ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان د سېپټېمبر د ۲۱مې نېټې په ماښام د وینا پر مهال وویل، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې جلسه د ماښام په شپږو بجو ختمه شوې ده.

د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پي ټي ايي د زرګونو پلویانو قافلې له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روانې وې.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور لا د لاهور جلسې ته نه و رسېدلی چې د جلسې وخت ختم شو. بل پلو، عدالت د علي امین ګنډاپور د نیولو امر هم کړی دی.

د پاکستان ډان، جیو نیوز او ګڼو نورو رسنیو لیکلي چې د ماښام په شپږو بجو پولیسو د لاهور په کاهنه سیمه کې د پي ټي ايي د جلسې د ځای رڼاګانې بندې کړې ځکه چې یاد ګوند ته له درو تر شپږو د جلسې وخت ورکړل شوی وو.

که څه هم پاکستانیو رسنیو جلسې ته بشپړ پوښښ نه ورکاوه خو د پي ټي ايي ټولنیزو رسنیو په ژوندۍ بڼه د دې پوښښ کاوه چې پکې لیدل کېدل چې زرګونه کسان په لاریونون کې موجود وو.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطا تارړ د سېپټېمبر پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي، پاکستان تحریک انصاف ګوند ډېرې لویې دعوې کولې چې په لاهور کې به لویه جلسه کوي خو د نوموړي په وینا یاد ګوند د خلکو په راټولولو کې پاتې راغلی دی.