امریکا کې د ډزو په پېښه کې ۴ تنه وژل شوي، یوشمېر ژوبل دي

په امریکا کې وخت په وخت د ډزو پېښې کېږي - پخوانی انځور.

د امریکا د الاباما ایالت په برمېنګهم ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د پولیسو په وینا، څو تنو بریدګرو د سېپټېمبر پر ۲۱مه شپې شاوخوا ۱۱ بجې پر خلکو ډزې وکړې چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه پر هم هغه ځای او څلورم په روغتون کې سا ورکړه.

پولیس وايي چې له ژوبلو څخه یې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه پورې هېڅ بریدګر نه دی نیول شوی خو پولیسو له خلکو غوښتي دي چې که د پېښې په تړاو هر ډول معلومات لري نو ورسره دې یې شریک کړي.

د وسلوال تشدد په نوم د یو مرکز د ارقامو له مخې، سږ کال په امریکا کې لږ تر لږه ۴۰۳ تنه په لویو وسلوالو حملو کې وژل شوي دي.

هغه مرکز وايي، لوی بریدونه هغه پېښې بلل کېږي چې پکې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي وي.

د هغه مرکز ارقام ښيي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په امریکا کې د ډزو په پېښو کې ټول شاوخوا ۱۲،۴۱۶ کسان وژل شوي دي.