نن د بلوچستان پښتون مېشته سيمه ژوب کې د "ترهګرۍ" د پېښې ضد هړتال دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د ژوب په بازار کې د پخواني احتجاج انځور

نن (د سېپټمبر ۲۳مه) د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه ژوب د سیاسي ګوندونو، تاجرانو او مدني فعالانو په غوښتنه بشپړ کاربنديز دی.

دا هړتال د ترهګرۍ د هغې پېښې پرضد شوی دی چې وسلوالو د سېپټمبر پر ۲۱مه ژوب ته څېرمه پر شېراني سړک د ترهګرۍ ضد پوليسو يو موټر په نښه کړ او درې سرتيري يې ووژل. د دې حملې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

د دې پېېښې ضد نن (سېپټېمبر۲۳مه) د ژوب په شمس الدين شهيد چوک کې يوه احتجاجي غونډه وشوه چې ورته د سيمې سياسي مشرانو او تاجرانو ويناګانې وکړې.

د ژوب د سوداګرو د اتحاديې مشر باران کليوال د سېپټمبر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې پوځي عملیات او امنیتي پوستې د ترهګرۍ د مسلې حل نه دی. ده غوښتنه وکړه چې حکومت بايد ځايي پوليس او ليويز ښه وروزي او هغوی ته دي نوې وسلې، ګاډي او اختيارات ورکړي.

بل پلو په ژوب کې د ترهګرۍ ضد پوليسو يو افسر عبدالغفور د سېپټمبر پر ۲۲مه ځايي خبريالانو ته وويل چې د پېښې اېف ای ار درج شوی او د ککړو کسانو د نيولو لپاره عمليات روان دي.

په عين وخت کې د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي په يو بيان کې هوډ ښوولی چې د ژوب پر پوليسو د حملې عاملين به ژر ګرفتار او سزا شي.

په ژوب کې تردې وړاندې هم د ترهګرۍ پېښې شوې چې پرضد يې په وار وار جرګې شوې او مظاهرې شوې دي.