اسراییلو په لبنان کې په بمبارۍ کې ۴۹۲ کسان وژلي دي

د سېپټېمبر پر ۲۳مه د لبنان په یو کلي د اسراییل تر بمبارۍ وروسته لوګی پورته کېږي.

اسراييلو د سېپټېمبر پر ۲۳مه د لبنان په جنوبي او ختيځو سيمو کې په هوايي بمبار کې ۴۹۲ کسان وژلي دي.

په وژل شویو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ ښځې دي. د اسراييلو پوځ پر ځايي اوسېدونکو غږ کړی چې په سمدستي توګه دي سيمه پرېږدي چې په وينا يې هلته د امريکا لخوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې حزب الله وسلې ذخيره کړې دي.

له جنوبي لبنان څخه په زرګونه کسان وتلي دي چې له امله يې بېروت ته تلونکې مرکزي لاره د ګڼې ګوڼې له وجې بنده شوې ده.

دا په ۲۰۰۶ز کال کې د اسراييلو او حزب الله ترمینځ تر شوې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمېر کې خلک کورونو پرېښوولو ته اړ شوي دي.

د روغتيا وزارت وايي چې د اسرايیلو په پرونۍ حملو کې ۱،۶۴۵ کسان ټپیان شوي هم دي. د اسراييلو پوځ وايي چې له حزب الله سره تړلي نېږدې ۸۰۰ هدفونه يې په نخښه کړي دي.

د دې بریدونو په ځواب کې حزب الله ويلي چې د اسراييلو په شمال کې يې د هغه هېواد پر پوځي اډه په سلګونو توغندي ويشتي دي.

لبنان د اسراییلو په شمال کې پروت دی او شیعه ډله حزب الله هلته فعاله ده. حزب الله په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړه شوه او په سیاسي، نظامي او ټولنیزو برخو کې فعاله ده. هغه ډله په لبنان کې د یو سیاسي ګوند په توګه هم کار کوي او په پارلېمان کې استازي هم لري.