ژوب: د سیاسي ګوندونو اتحاد د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پولیسو ته د روزنې او پرمختللو وسلو ورکولو غوښتنه کړې

په سیمه کې د امنیت لپاره په ژوب کې مخکې هم احتجاجونه او جلسې شوي دي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه ژوب کې د سیاسي ګوندونو اتحاد پر حکومت غږ کړی چې په سيمه کې دې د ترهګرۍ د پېښو د مخنيوي لپاره پوليسو او لېوېز ځواک ته روزنه او پرمختللې وسله ورکړي.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه، په دې ښار کې د سياسي ګوندونو اتحاد لخوا دوه ورځې مخکې په يوه بريد کې د ترهګرۍ ضد پوليس ځواک د درې سرتېرو د وژنې د پېښې پرضد هړتال او جلسه وشوه.

د غونډې ويناوالو وویل چې دوی په خپله سيمه کې د ترهګرۍ دغسې پېښې نه شي زغملای. د سياسي اتحاد يو مخکښ او د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ مرستيال مشر رضا محمد رضا مشال راډيو ته وويل چې دوی غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره دي پوليسو او لېوېزو ته روزنه او پرمختللې وسله ورکړل شي.

د جلسې په پای کې يو قرارداد منظور شو چې پکې د سيمې د ناامنیو په اړه د اکتوبر پر شپږمه نېټه د ژوب او شېراني ضلعو د قبايلي او سياسي مشرانو د يوې جرګې وربللو پرېکړه وشوه.

بلخوا د سېپټېمبر پر ۲۳مه د ژوب د پوليسو مشر صبور اغا د خبرې غونډې پر مهال په سيمه کې د امنیت ساتلو لپاره ځانګړي اقدامات اعلان کړل. هغه حکم وکړ چې نور به په ښار کې هېڅوک د تورو ښېښو لرونکو ګاډو چلولو اجازه ونه لري.