د سوات پولیسو په مټه کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده

سوات کې د پولیسو یو سرتېری د تالاشۍ له پوستې سره ولاړ دی - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د سوات پولیسو دعوه کړې ده چې په مټه کې یې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د مټې تاڼې مشر بخت زاده د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه شپې مهال په بازخېله سيمه کې په يو شخصي ګاډي کې ناستو پينځو مخ پټیو وسلوالو د پوليسو پر ګزمه کوونکي ګاډي ډزې وکړې او دوه سرتېري يې ژوبل کړل. د نوموړي په وينا، په ځوابي ډزو کې دوه وسلوال ووژل شول او درې نور وتښتېدل.

بخت زاده وویل، تر ډزو وروسته د هغې سيمې خلک هم له خپلو وسلو سره د پوليسو د مرستې لپاره وروتل او له هغوی سره يې د لټون په عملياتو کې برخه واخيسته.

له پولیسو سره د لټون په عملیاتو کې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر او پخوانی صوبايي وزیر ایوب اشاړی هم شامل وو. نوموړي رسنیو ته وویل، "زه له زړه د دې ځای د خلکو مشکور یم چې هغوی وسله په لاس راوتلي دي، په ټوله علاقه کې ګرځي او د وسلوالو په لټون کې مرسته کوي."

د سوات پوليسو مشر ډاکټر زاهد الله وايي چې د وژل شويو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې او پولیس پلټنې کوي.

د پولیسو پر ګاډي د ډزو ذمه واري چا نه ده منلې.

د یادونې وړ ده چې دا په تېرو دوو میاشتو کې په سوات کې پر پولیسو شپږم برید دی چې پکې درې پولیس سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په سوات کې په ۲۰۰۸ز کال کې هم پر پولیسو، سیاستوالانو او ځايي مشرانو بریدونه شوي ول او پوځ په سیمه کې پراخ عملیات کړي ول.