پي ټي اېم وايي د ټانک چارواکو ورته د شهزاد وزیر د خوشې کولو ډاډ ورکړی دی

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې مخکې هم د خپلو ملګرو د نیولو ضد مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پلويانو د جنوبي وزيرستان د ځايي مشر شهزاد وزیر د خوشې کولو لپاره د ټانک زندان مخې ته احتجاجي پرلت پای ته رسولی دی.

احتجاجیانو د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پرلت پيلولو پر مهال مشال راډيو ته وويل چې عدالتونو د شهزاد وزير پرضد په درج شويو ټولو مقدمو کې د هغه د خوشې کولو امر کړی دی خو د ټانک زندان چارواکي یې بيا هم هغه نه خوشې کوي.

د وزير وکيل عبدالرحمان مشال راډيو ته وويل چې پر موکل یې ټولې ۱۷ مقدمې وې چې وروسته ورباندې د عامه نظم د ګډوډۍ د قانون درېیمې مادې (تري اېم پي او) له مخې هم ورباندې مقدمه دایره شوه. دی وايي، پېښور های کورټ او د جنوبي وزيرستان ضلعي عدالت په ټولو قضيو کې د شهزاد وزير ضمانتونه منلي دي.

د پي ټي اېم غړو سېپټېمبر پر ۲۴مه نېټه ناوخته د ټانک له ضلعي انتظاميې او پوليس چارواکو سره مذاکرات وکړل. تر هغې وروسته د پي ټي اېم يو مخکښ عرفان وزير مشال راډيو ته وويل چې د ټانک د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) تنوير خان او د پوليسو د مشر اسلم نواز د هغې "ذمه وارۍ او ضمانت" وروسته يې پرلت پای ته رسولی چې شهزاد وزير به د اکتوبر پر دويمه خوشې کړي او د هغه خلاف به نورې مقدمې نه جوړوي.

د ټانک انتظاميې او پوليسو لا په دې اړه د مشال راډيو ټېلېفونونو ته ځواب نه دی ويلی.

شهزاد وزير له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې زنداني دی. نوموړی د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۳۱مه نیول شوی وو. د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر خان هغه مهال مشال راډيو ته ویلي ول، شهزاد وزیر یې ځکه نیولی چې په امن جرګه کې یې "منفي خبرې" کولې او د امنیت "مسلې یې جوړولې." هغه تور پورې کړی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه د ولس د "خیر ښېګړې خلاف" دي نو ځکه یې د عامه نظم ساتنې د قانون له مخې ونیوه.

پي ټي اېم د پولیسو دعوې ردوي او په بیا بیا یې ویلي دي چې فعالیتونه یې سوله ییز او د پاکستان له ایین او قانون سره سم دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مخکښه مشران تر دې مخکې هم د ترهګرۍ، ریاست پرضد د خلکو پارولو او د ریاست او ادارو پر ضد د ویناګانو په تورونو نیول شوي دي چې بیا وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.