پېښور: امریکايي قونسل جنرل وايي د قبایلي ضلعو پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم دی

امریکايي قونسل جنرل شانټي مور (له ښي لوري دویم) وخت په وخت په پېښور کې په غونډو کې ګډون کوي - پخوانی انځور.

په پېښور کې امریکايي قونسل جنرال شانټي مور ویلي دي چې د قبایلي ضلعو په پرمختګ کې د هغې سیمې د ځوانانو رول ډ‌ېر مهم دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۵مه د سپورټي سیالیو ختمېدو پر مهال په غونډه کې د قبایلي سیمو د ځمکو ثبتولو (رجسټرېشن) او د ځوانانو پر ځواکمنولو خبرې وکړې.

په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ په بیان کې لیکلي چې شانټي مور غونډې ته په وینا کې وویل چې د قبایلي سیمو په راتلونکې کې د ځوانانو رول خورا مهم دی.

نوموړي وویل، هغه سپورټي مېله، چې د نړیوال پرمختګ لپاره امریکايي ادارې (یو اېس ای ډي) تنظیم کړې وه، یوازې د لوبغاړو ترمینځ د سیالیو لپاره نه وه بلکې هدف یې ځوانان یوځای کول او ورته هیله ورکول ول.

امریکايي قونسل جنرل وویل چې واشنګټن د خیبر پښتونخوا د هغو پروژو ملاتړ کوي چې ځوانان ځواکمنوي او د ښځو په ګډون ټولو ته مساوي موقعې برابروي.