سيند کې د مذهب د سپکاوي په تور د ډاکتر د وژلو پرضد احتجاجي مظاهره شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د سیند صوبې په عمر کوټ سيمه کې سلګونو ځايي خلکو او مدني فعالانو د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د تورن ډاکتر شاهنواز د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده. د سېپټېمبر پر ۲۵مه په هغه مظاهره کې د مسلمانانو ترڅنګ هندوانو هم برخه واخیسته او له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د ډاکتر شاهنواز د وژنې د پلټنو لپاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ کړي. د سيند د میرپور خاص پولیسو ویلي ول چې ډاکتر شاهنواز د سېپټېمبر پر ۱۸مه له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو، خو احتجاجیان او د ډاکتر شاهنواز کورنۍ دريځ لري چې هغه په "جعلي نښته" کې وژل شوی دی. بلخوا د سيند حکومت د هغې پېښې د پلټنو لپاره د لوړپوړو پوليس چارواکو يوه څلور کسيزه کمېټۍ جوړه کړې ده. ويډيو رپورټ