شنونکي وايي په لومړي ځل اېسټیبلېشمنټ له عدليې سره نه دی ولاړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسي حال کې چې د پاکستان وفاقي حکومت د هغه هېواد په اساسي قانون کې د ۲۶م بدلون د منظورولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي خو تر اوسه نه دی توانېدلی چې اړين اکثريت ترلاسه کړي. بلخوا حکومت پاکستان تحريک انصاف ته د سپريم کورټ (ستر عدالت) له خوا د ځانګړو څوکيو ورکولو امر هم نه دی عملي کړی. د سياسي چارو پوهان وايي، دا لومړی ځل دی چې عدليه او اېسټیبلېشمنټ پر يوه دريځ نه دي او اېسټیبلېشمنټ له حکومت سره ولاړ دی. هلته د سپريم کورټ قاضيان هم پر دې موضوع وېشل شوي ښکاري. په دې اړه رپورټ واورئ.