ایران مېشتي افغانان وايي پر قانوني اسنادو لرلو سربېره ورسره ناسم چلند کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په څېر ایران هم د بې اسناده افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی. له هغو څخه یې ګڼ داسې کسان هم دي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو وايي چې پر دې سربېره ورسره حکومت ناسم چلند کوي. یوشمېر افغانان دا تور هم پورې کوي چې ایراني چارواکي ورباندې تشدد کوي او رشوت هم ورڅخه غواړي. خو د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې په "ډېر عزت" یې د بې اسناده کډوالو د ستنولو پرېکړه کړې ده. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.