ملاله یوسفزۍ: پر افغان ښځو دې بندیزونه بشریت ضد جنایت وبلل شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تعلیم مبارزې او سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې پر افغان ښځو او نجونو دې د طالبانو د حکومت بندیزونه د بشريت ضد جنایت وبلل شي. نوموړې د سېپټېمبر پر ۲۳مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې د کلنۍ غونډې په درشل کې د کاناډا له وزیراعظم جسټن ټروډو سره ولیدل او و یې ویل چې په دې ترڅ کې له افغان فعالانو سره هم کار کوي. د طالبانو حکومت وايي چې ښځو او نجونو ته یې د "اسلامي شریعت په چوکاټ" کې حقونه ورکړي دي. نور د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.