الماس خان اورکزی غزل ويل محنت طلبه کار بولي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" مېلمه د سيمې يو سندرغاړی الماس خان اورکزی دی. نوموړی وايي، ۳۰ کلونه کېږي چې کورنۍ يې پېښور ته کډه کړې او د پښتو موسيقۍ په ميدان کې فعاله دی. اورکزي يوشمېر غزلونه او ولسي سندرې ويلي دي خو وايي غزل يې زیات خوښ دی. نوموړی وايي، دوه زامن يې هم هنرمندان دي او ورسره يوځای موسيقي کوي. د اورکزي د ژوند او هنر په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.