وسلوالو په باجوړ کې یو پولیس سرتېری وژلی او ۲ کسان یې ژوبل کړي دي

پولیس وايي حمله په لوی سم کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې په لوی سم کې وسلوالو یو پولیس سرتېری وژلی او دوه ملکیان یې ژوبل کړي دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند، محمد اسرار مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې پېښه د سېپټېمبر پر ۲۶مه شپې مهال د لوی سم په ډیلي نومي کلي کې شوې ده.

دی وايي چې وسلوالو پولیس، د هغه ورور او یو ملګری وویشتل او تر حملې وروسته وتښتېدل.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په باجوړ کې تر دې مخکې هم پر پولیسو او ځایي مشرانو بریدونه شوي دي. د سېپټېمبر پر ۱۱مه په ملا سیدګي سیمه کې یو بل پولیس سرتېری وژل شوی وو چې د هغې وروسته د سیمې پولیسو احتجاجي ناسته پیل کړې وه او د هغه په وژنه کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله.

له یوې مودې راهیسې په باجوړ او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي چې پکې یوشمېر سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیسو پر سرتېرو د بریدونو ضد په بنو او لکي مروتو کې لاریونونه او احتجاج ناستې کړې وې.