حزب الله د خپل مشر حسن نصرالله وژنه تایید کړې ده

د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله پخوانی انځور.

د لبنان حزب الله تایید کړې چې د دوی مشر حسن نصرالله د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

دا خبر رویټرز او اسوشیټیډ پریس خبري اژانسونو ورکړی دی.

تر دې مخکې اسراییلي پوځ ادعا کړې وه چې حزب الله مشر حسن نصر الله یې وژلی دی.

پوځ نن د سېپټېمبر په ۲۸مه ویلي چې حسن نصر الله یې یوه ورځ مخکې په بیروت کې د یو لړ بریدونو پر مهال وژلی دی.

د اسراییلي پوځ د عربۍ ژبې ویاند افیخای ادرعي په اېکس (پخوانۍ ټویټر) بیان کې ویلي، حسن نصر الله، علي کرکي، د حزب الله د جنوبي محاذ قوماندان او د دې ډلې نور قوماندانان وژل شوي دي.

د اسراییلي دفاعي ځواک په اېکس خپل بیان کې ویلي چې دا یو واضحه پیغام دی، چې که هر څوک په شمال، جنوب، یا نورو لرو پرتو محاذونو کې اسراییلي وګړو ته خطر جوړوي، دوی به ځان ورسوي. په بیان کې زیاته شوې چې حسن نصر الله به نور د دې جوګه نه وي چې نړۍ وډاروي.

اروپایي ټولنې د حزب الله پوځي څانګه په تور لیسټ کې شامله کړې، خو سیاسي څانګه یې ترهګره نه ګڼي.

د حسن نصر الله وژنې پر حزب الله اغیز

د کړکېچ د نړیوالې ډلې شنونکي هایکو ویمن مشال راډیو ته وویل چې پر حزب الله باندې د اسراییلو پرله پسې بریدونو دا ډله تر ډېره کمزورې کړې ده.

په واشنګټن کې د ملي امنیت په انسټیتوټ کې شنونکي نورمن رول ویلي، اسراییلو حزب الله دومره کمزوری کړی چې د لبنان حکومت واقعاً کولای شي دا ډله له مینځه یوسي.

هغه وویل"د اسراییلو دفاعي ځواکونو د حزب الله د مشرتابه ټول نسل له منځه وړی دی، چې پراخه تجربه لري او بدلیدلی نه شي. په یوه کامله نړۍ کې به د لبنان حکومت دا شیبه د خپل واک د ثابتولو لپاره وکاروي او لبنان به د دې وسله والې ډلې له شره خلاص کړي."

د حزب الله او ایران اړیکې

د حسن نصرالله وژنه د حزب الله او د هغه اصلي ملاتړي ایران ته لوی ګوزار دی.

نصرالله د حزب الله په مشرۍ له ۳۰ کلونو څخه زیات په لبنان کې شیعه وسله وال په یوه لوی سیاسي ځواک او د هغه د ګاونډي، اسراییلو په ځواکمن دښمن بدل کړل.

حزب الله د "مقاومت د محور" په نوم د اسراییلو او امریکا پر ضد د ایران د نیابتي ډلو د شبکې یوه برخه ده چې د ایران لخوا یې ملاتړ کیږي.

د منځني ختیځ او نړیوال نظم لپاره په برلین کې د یوه څېړنیز مرکز مشر علي فتح الله نژاد په دې باور دی چې د نصرالله وژل د ایران لپاره یو "لوی ګوزار او شرم" دی.

فتح الله نژاد د مشال راډیو فردا څانګې ته وویل دا په ۲۰۲۰ز کال کې په عراق کې د امریکا په یوه هوايي برید کې د ایران د لوړ پوړي قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته "په سیمه کې د تهران دریځ ته تر ټولو دروند ګوزار دی".

بلخوا، رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سختو امنیتي تدابیرو په لړ کې خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اسراییلو په بیروت کې د حزب الله مشر په برید کې په نخښه کړی

د حسن نصرالله ژوند ته لنډه کتنه

حسن نصرالله په ۱۹۶۰ ز کال کې په لبنان کې زېږېدلی وو. هغه په ۱۹۹۲ز کال کې وروسته له هغې د د حزب الله مشر شو چې د ډلې مشر عباس الموسوي، په یو اسراییلي هوايي برید کې ووژل شو.

نصرالله د خپلې مشرۍ په وخت کې د حزب الله پوځي او سیاسي فعالیتونو ته ځانګړې وده ورکړه. حزب الله د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسراییل ضد مقاومت په سر کې وو او په ځانګړې توګه په ۲۰۰۶ز کال کې د اسراییل او حزب الله ترمینځ جګړه کې مشهور شو.

حزب الله په لبنان کې د یوې سیاسي ډلې په توګه د پارلېمان څوکۍ لري، خو دا ډله پوځي ځواک هم لري چې د لبنان په جنوبي سیمو او د سوریې په جګړه کې هم فعاله ده. د امریکا تر څنګ اسراییل، او ځینې نورو هېوادونو له خوا حزب الله یوه ترهګره ډله بلل کېږي.

حسن نصرالله په خپل ژوند کې څو ځله د وژنې هڅې له ګواښ سره مخ شوی او تل یې په پټو ځایونو کې ژوند کړی. هغه زیاتره وخت د تلویزیون له لارې خپل پلویانو ته ویناوې کولې.