نیپال کې سېلابونو تر ۱۹۰ زیات کسان وژلي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په نیپال کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو تر ۱۹۰ زیات کسان وژلي او د پلازمېنې کټمنډو په ګډون یې یوشمېر سیمې ځپلې دي. چارواکي وايي چې وروستیو ورښتونو رېکارډونه مات کړي دي. د کټمنډو اوسېدونکي وايي، تر دې مخکې یې دومره لوی سېلاب نه وو لیدلی. حکومتي کارکوونکو د سېپټېمبر پر ۳۰مه هم د ژغورنې چارو ته دوام ورکړی وو. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.