د افغانستان فوټسال لوبغاړو څنګه د امکاناتو د کمي باوجود پرمختګ وکړ؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د فوټسال لوبغاړي وایي چې په ازبکستان کې د فیفا نړیوال جام سیالیو کې برخه اخیستل ورته ډېر خوشالي ورکوي. که څه هم افغانستان په دې سیالیو کې فاینل لوبې ته ونه رسېد، خو د فوټسال لوبغاړي وایي چې د دې سیالیو له لارې ورته احساس شوی چې د سخت کار او زحمت له لارې هر څه ترلاسه کولای شي. د افغانستان د فوټسال لوبغاړي او د سپورټس کمپلېکس چارواکي وایي چې په هېواد کې ډېر ځوانان د لوبو شوق لري، خو د اقتصادي ستونزو، تربیتي مرکزونو، او د لوبو میدانونو نشتوالي له وجې وروسته پاتې کېږي. انیسې اجمل په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.