د خیبر پښتونخوا د سپرلیو وړونکو ګاډو مالکانو احتجاج کړی دی

په پېښور کې سپرلۍ وړونکي بسونه ولاړ دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د مساپر لېږدوونکو ګاډو مالکانو د ټرافیکي پولیسو تر ډاډ وروسته د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي ناسته ختمه کړې ده.

د صوبې د سپرلۍ وړونکو ګاډو مالکانو د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پېښور له حاجي کیمپ اډې څخه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه.

د سپرلیو ګاډو د مالکانو ټولنې مشر خان زمان ورته وویل چې په وروستیو کې حکومت ورباندې چالانونه، مالیې (ټیکسونه) او جرمانې څو چنده لوړې کړې دي چې ډرېوران یې نه شي پرې کولای.

دی وايي، ټرافیکي پولیسو د سرغړونو په صورت کې جرمانې له ۱،۰۰۰ روپۍ څخه ۳،۰۰۰ او له ۳،۰۰۰ څخه ۶،۰۰۰ روپیو ته لوړې کړې دي او مساپر لېږدوونکي ګاډي هومره ګټه نه لري چې لویې جرمانې، چالانونه او مالیې ورکړي.

د پېښور ټرافیکي پولیسو احتجاجیانو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به یې ومنې چې تر هغې وروسته پرلت پای ته ورسېد.

د ګاډو مالکانو ګواښ وکړ چې که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړې نو په ټوله صوبه کې به اډې وتړي.