د خيبر پښتونخوا ښځينه روغتیايي کارکوونکو د خپلو غوښتنو لپاره د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کړی

د خيبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ښځينه کارکوونکي د اکتوبر پر درېيمه په پېښور احتجاج کوي.

د خيبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ښځينه کارکوونکو د خپلو نوکريو دایمي کولو، ګرېډونو زياتولو (ترفېع) او پر وخت د تنخاګانو ورکولو لپاره په پېښور کې احتجاج کړی دی.

احتجاجیانې د اکتوبر پر درېيمه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته ورغونډې شوي او هلته يې پرلت وواهه.

د ښځينه روغتيايي کارکوونکو يوې مشرې عشرت ملک مشال راډيو ته وويل چې په خيبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۴ز کال راهيسې له ۴،۰۰۰ زياتې کارکوونکې د روغتيا ادارې د پروژو برخه دي خو تر اوسه يې دندې نه دې دایمي شوې. "همېشه چې کله پروژه پيل شي نو درې يا پينځه کاله وروسته يې کارکوونکي مستقل (دایمي) شي، خو زموږ نوکرۍ له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې نه دي مستقل شوې. د دې ترڅنګ له تېرو پينځو مياشتو راهيسې زموږ تنخاګانې بندې دي او د يو کال بقاياجات مو پاتې دي."

مظاهرچیانو زياته کړه چې هغوی د پوليو په ګډون د بېلا بېلو وايرسونو او وباګانو د مخنيوي په کيمپېنونو کې برخه اخيستې او د وسلوالو په حملو کې یې يوشمېر ملګرو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

د خيبر پښتونخوا د روغتیا ادارې چارواکو وروسته له پرلتوالو سره ولیدل او ورته یې د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړ چې ورسره سم احتجاج پای ته ورسېد.