د قانوني او عدالتي چارو په اړه د سپریم کورټ قاضیانو اختلافاتو ته کتنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له یوې مودې راهیسې د پاکستان د سپریم کورټ د قاضیانو ترمینځ د قانوني او د عدالت د انتظامي چارو په اړه اختلافات ژور شوي دي. د هغه هېواد د عدلي او قضايي چارو خبریالان وايي چې دا اختلافات تر هغې وروسته نور هم په ډاګه شول چې چیف جسټس قاضي فایز عیسا او د سترې محکمې بل لوړپوړي قاضي منصور علي شاه یو بل ته اختلافي خطونه ولیکل. دوی وايي، داسې ښکاري چې اوسمهال د سپریم کورټ قاضیان په دوو ډلو وېشل شوي دي. پوښتنه دا ده چې د قاضیانو ترمینځ د اختلافاتو تر شا څه دي؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.