د ټوکيو ښار لاندې د انسانانو او روبوټونو جوړ کړی تونل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جاپان د ټوکيو ښار د دنګو ودانیو او کوڅو لاندې يو داسې تونل جوړ کړی چې د سېلاب اوبه کنټرولوي. چارواکي د تېر کال تر بېسارو بارانونو وروسته مجبوره شول چې د معمارۍ شهکار ګڼل کېدونکي دې تونل کار چټک او ژر یې بشپړ کړي. د تونل جوړولو لپاره د انسانانو تر څنګ درانه مشيني روبوټونو هم کارېدلي دي. د جاپان حکومت پر تونل له يو ارب ډالرو څخه زیات لګښت کړی دی. خو چارواکي وايي د بې وخته بارانونو د زیان مخنيوي لپاره د دې پروژې سر ته رسول ضروري ول. په دې اړه مو د رويټرز خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی دی.