د بخښنې نړیوال سازمان وايي پاکستان دې له خلکو د احتجاج حق نه اخلي

ایمنسټي انټرنیشنل وايي پاکستان دې د خلکو د احتجاج مخه نه نیسي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) له پاکستاني چارواکو غوښتي چې مخابراتي شبکې دې ژر تر ژره بېرته فعالې کړي، د خلکو د سوله ییز احتجاج حق ته دې درناوی وکړي او پر ضد یې د زور له استعماله ډډه وکړي.

یاد سازمان د اکتوبر پر څلورمه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې انټرنیټ او موبایل خدمات بندول، لارې تړل، د محدودیتونو لګول، په غیر قانوني ډول له زوره کار اخیستل او د لاریون کوونکو نیول او ځپل د اندیښنې وړ خبره ده. سازمان وايي دا د بیان د ازادۍ مخنیوی دی او معلوماتو ته د لاسرسي له حقه سرغړونه ده.

تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو او د هغوی په وینا د عدلیې د ازادۍ لپاره د اکتوبر له څلورمې نېټې نه د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې د مظاهرې اعلان کړی دی خو پولیسو یې مخه نیولې ده.

سازمان دغه راز د اکتوبر پر دویمه د پښتون تحفظ موومنټ په انتظامي کېمپ د پولیسو د چاپې یادونه هم کړې ده چې پکې يې د پرامنه احتجاج کوونکیو په کېمپ ډزې کړي او ورباندې یې اوښلن ګېس استعمال کړی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان پر ياکستان غږ کړی دی چې د تحریک انصاف د مظاهرو پر مهال نیول شوي کسان دې زر تر زره خوشې کړي.