په اسلام اباد کې د پي ټي ای د احتجاج تازه حال

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د اکتوبر پر څلورمه د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې د احتجاجي مظاهرې اعلان کړی وو. د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور او نور احتجاج کوونکي اسلام اباد ته رسېدلې دي خو پوليسو د اکتوبر پر پينځمه هم ډي چوک ته د هغوی د تلو مخه نيولې ده. پر دې مهال ځايي انتظامیې سرښار ته تلونکې يوشمېر لارې تړلې دي او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي دي. بلخوا د اسلام اباد پوليسو د احتجاج پر مهال د پي ټي ای لسګونه پلويان نيولي دي چې د عمران خان دوې خويندې هم پکې شاملې دي.