د فلسطین پلویانو د نړۍ په یوشمېر برخو کې د اوربند لپاره پراخې مظاهرې کړې دي

د اکتوبر پر پینځمه د هسپانیا په مدرید کې خلکو په غزه کې د جګړې بندولو لپاره احتجاج وکړ.

د اکتوبر پر پينځمه په لندن، پاریس، روم او د نړۍ په ځينو نورو لويو ښارونو کې د فلسطين په لسګونو زرو پلويانو د اوربند لپاره مظاهرې وکړي.

دوی دا مظاهرې پر داسې وخت کړې دي چې د اکتوبر اوومه، پر اسراييلو د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د برید لومړۍ کليزه ده.

په همدې حال کې د اکتوبر پر شپږمه او اوومه هم د اروپا په ګڼو ښارونو کې د لويو مظاهرو پلانونه دي.

حماس په هغه برید کې خوا او شا ۱۲۰۰ اسرايیليان وژلی او ۲۵۰ يې يرغمل کړي ول. د دې په ځواب کې اسراييلو پر غزې برید وکړ او هلته یې جګړه لا هم روانه ده چې پکې د حماس د ځينو مشرانو تر څنګ د فلسطین د روغتیايي ادارو په وینا، خوا او شا ۳۵،۰۰۰ فلسطينيان وژل شوي دي.