روسیه وایي طالبان د "ترهګرو له لېسټه" باسي

ضمیر کابلوف (له کیڼ لوري لومړی) په مسکو کې له طالب مشرانو سره خبري کوي ـ پخوانی انځور.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس خبر ورکړی دی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې په "لوړه کچه" دا پرېکړه شوې چې افغان طالبان "د ترهګرو له لېسټه" وباسي.

د اکتوبر پر څلورمه د افغانستان لپاره د ولسمشر ولاديمیر پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف له خولې ويل شوي ول چې البته هغې پرېکړې ته د عملي بڼې ورکولو لپاره ضروري ده چې ځینې قانونې مرحلې طی شي.

پوتين په جولای کې ويلي ول چې په افغانستان کې د طالبانو تحريک د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې يو اتحادي ګڼي.

طالبانو د ۲۰۲۱زکال په اګست کې په افغانستان کې حکومت نیولی. تر هغه وروسته ورسره روسیه په کرار کرار اړیکې جوړوي.

د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی البته د مسکو په شمول یې ځينو پلازمېنو کې سفیران منل شوي دي.