د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن پاکستان او هند سیالي لري

د پاکستان د ښځو د کرکټ لوبغاړو پخوانی انځور.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام کې دوه سیالۍ کېږي چې پکې په لومړۍ کې یې هند او پاکستان او په دویمه کې د وېسټ انډیز او سکاټلینډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د اکتوبر شپږمې سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر درو او د کابل پر پردوه نیمو بجو پیلېږي. ټاکل شوې چې د ویسټ انډیز او سکاټلینډ د ښځو لوبډلو ترمینځ سیالي هم د دوبۍ په لوبغالي کې وشي چې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، د اکتوبر پر پينځمه انګلینډ، بنګلادېش او اسټراليا، سري لنکا ته ماتې ورکړه. د کرکټ د ۲۰ اووره جام سیالۍ د اکتوبر پر درېيمه پيل شوې دي او پایلوبه (فاینل) به یې د اکتوبر پر ۲۰ وي.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام له ۲۰۰۹ز کال راهیسې کېږي. دا د ښځو د کرکټ لپاره دا یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي. دا جام د نارینه‌ وو د ۲۰ اووره جام په څېر هر دوه یا درې کاله وروسته کېږي او د نړۍ غوره ټیمونه پکې برخه اخلي.

تر اوسه اووه ځلې د هغه جام سیالۍ شوي دي چې اسټرالیا ورڅخه پینځه ځلې جام ګټلی دی.