د کراچۍ پولیسو د عملیاتو پر مهال د ټي ټي پي د "۲ مهمو" وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

په کراچۍ کې پولیس د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د کراچۍ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) د هغه ښار په شېر شاه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د "دوو مهمو غړو" د وژنې ادعا کړې ده.

د سي ټي ډي مشر راجا خطاب په یو بیان کې ویلي دي چې هغه مشکوک وسلوال یې د اکتوبر پر پینځمه په عملیاتو کې وژلي دي. هغه ادعا وکړه چې له هغو کسانو یې وسله، بارود او د هغو کسانو یو نوملړ هم ترلاسه کړی دی چې ټاکل شوې وه چې و یې وژني.

پولیس ادعا کوي چې وژل شوي کسان د پولیسو د یو افسر علي رضا په وژنه کې ککړ ول.

تحریک طالبان پاکستان لا د کراچۍ د پولیسو دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

ډي اېس پي علي رضا د جولای پر اوومه په لیاقت اباد سیمه کې وژل شوی وو او د وژنې ذمه واري یې ټي ټي پي منلې وه.

سي ټي ډي پولیسو تر دې مخکې په بلوچستان کې هم د مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه، خو وروسته معلومه شوه چې په ځینو پېښو کې داسې کسان هم وژل شوي چې نومونه یې د ورکو شویو خلکو په نوملړ کې شامل ول.