حوثيان وايي پر اسراييل يې دوه توغندي ورولي دي

د يمن په سرښار صنعا کې د حوثي ياغيانو ملاتړ لرونکي د حماس ډلې په ملاتړ راوتلي دي ـ انځور له ارشيفه

په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکو حوثيانو د اکتوبر پر اوومه ويلي چې د مرکزي اسراييل پر جفا نومې ښار يې دوه توغندي ورولي دي.

اسراييل بيا ويلي چې د يمن له لوري د توغول شوي يو ميزايل مخه يې نيولې ده.

رويټرز خبري اژانس د اسراييلو د پوځ په حواله ويلي، له ځمکې څخه پر ځمکه ويشتل شوی توغندی په ټول مرکزي اسراييل کې د سايرنونو غږېدو لامل شو او خلکو پناه ځايونو ته منډې کړې.

اسراييلي پوځ په يو بيان کې ويلي چې هوايي ځواک يې د هغه توغندي په شنډولو کې بريالی شوی دی. خو په بيان کې دا نه دي ويل شوي چې ميزايل چا داغلی وو.

دا تر هغه وروسته ده چې د اسراییلي پوځ ویاند کېپټن ډېویډ اوراهم د سېپټېمبر پر ۲۹مه فرانس پرېس اژانس ته وويل چې دوی په پراخه توګه د لسګونه جنګي الوتکو په مټ په راس عیسا او حدیده سیمو کې هغه ځایونه په نخښه کړي دي چې د ده په وینا، د حوثي ترهګر رژیم پوځ په استعمال کې ول.

دوی وايي چې په دې هوايي بریدونو کې د حوثیانو تر انتظام لاندې د برېښنا (بجلۍ) جوړولو یوه کارخانه او هغه بندر په نخښه شوي دي چې د دوی په وینا، تېل ورڅخه لېږدول کېدل او له ایرانه پرې وسلې ترلاسه کېدلې.