اسراييلو په بيروت کې د حزب الله يو بل جګپوړی قوماندان وژلی

د بيروت په جنوب کې د اسراييلو تر بريد وروسته لوګی پورته کېږي ـ انځور له ارشيفه

د اسرايیلو پوځ وايي، د لبنان د حزب‌ الله ډلې یو جګپوړی قوماندان سهيل حسین حسیني یې په پلازمېنه بیروت کې په یوه برید کې وژلی دی.

د اسرايیلو پوځ د اکتوبر پر اتمه په یوه بیان کې ویلي چې سهیل حسیني د ايران پلوې حزب الله ډلې د لوژيستیک، بوديجې او مدیریت د څارنې مسوول وو چې د اکتوبر په اوومه د اسراییلي پوځ په هدفي برید کې ووژل شو.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه یوه ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

د اسراييلي پوځ په بیان کې ویل شوي چې "حسیني د ایران او حزب الله ترمنځ د وسلو په لیږد کې مهم رول لوبولی دی". بيان زیاته کړې چې نوموړی د دې ډلې غړو ته د پرمختللو وسلو د وېشلو او د هغې ډلې د "خورا حساسو پروژو" لپاره، چې د اسراییلو په وړاندې عملیات هم پکې شامل ول، مسول وو.

دا تر هغه وروسته ده چې اسراییلیو ځواکونو روانه اونۍ په لبنان کې د محدودو ځمکنیو عملیاتو پیلولو خبر ورکړ چې ورسره سم په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدو وېره زیاته شوې ده. دا اندېښنې تر هغې وروسته لا زیاتې شوې چې ایران د اکتوبر پر لومړۍ پر اسراییلو د توغندیو لویه حمله وکړه.

ایراني پوځ خبرداری ورکړی دی چې که اسراییلو یې د توغندو حملې ته ځواب ووایه نو ورباندې به پراخ بریدونه وکړي.