د چين پر دېوال د سيلانيانو لپاره د ډرون له لارې د خوراک څښاک انتظام پيل شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چین د تاریخي دېوال د ليدو لپاره هر کال سلګونه زره سيلانيان ورځي. که څه هم سیلانیان له ځان سره اوبه او څه نا څه خواړه وړي خو بیا هم پر دغه دېوال تر څو ساعتونو ګرځېدو وروسته ځینې خلک اوبو، خوړو او کله نا کله درملو ته اړتیا لري. بلخوا پر دغه دېوال د اوبو یا خوړو اخیستو لپاره هېڅ انتظام نه شته چې له امله یې وخت په وخت سیلانیان له ستونزو سره مخامخ کېږي. خو سږ کال د چین د ملي ورځې له لمانځلو سره سم پر دغه دېوال د سیلانیانو لپاره په لږ مقدار کې د اوبو او خوړو اخیستو اسانتیاوې پیل شوي چې د ډرون په وسیله ترسره کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور