اسراییل وايي د حزب الله احتمالي مشر هم ښايي وژل شوی وي

د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو تر برید وروسته د بیروت له جنوبي څنډو لوګي پورته کېږي.

اسراییلو ادعا کړې چې د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفي الدين احتمالاً "له مينځه تللی" دی.

د اسرايیلو د دفاع وزیر یواف ګلانت د اکتوبر پر اتمه نېټه وویل چې حزب الله یو "بې مشره سازمان" دی. نوموړي د پوځ د شمالي قوماندې په مرکز کې افسرانو ته له تفصيل ورکولو پرته وویل چې "نصرالله له مينځه وړل شوی، شاید د هغه ځای ناستی هم له مينځه تللی وي." هغه زیاته کړه چې په حزب الله کې "هېڅوک نه شته چې پرېکړه وکړي، هېڅوک نه شته چې عمل وکړي."

حزب الله د ايران ملاتړ لرونکې وسلواله ډله او ګوند دی چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه یوه ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

حزب الله لا د صفي الید وژنه نه ده تایید کړې.

د اسراییلو پوځ د سېپټېمبر پر ۲۸مه ویلي ول چې حسن نصر الله یې یوه ورځ مخکې په بیروت کې د یو لړ بریدونو پر مهال وژلی دی.

په پراخه کچه تمه کېده چې د حزب الله لوړپوړی چارواکی او د نصرالله د تره زوی هاشم صفي الدين به د حزب الله مشر شي، خو د اکتوبر پر دویمه پر یوه غونډه، چې ګومان کېده د حزب الله د راتلونکې مشرتابه د ټاکلو په اړه وه، د اسراییلو تر بريد وروسته د نوموړي د ځای او حالت په اړه معلومات نه شته.

د اسرايیلو پوځ د اکتوبر پر اتمه په یوه بیان کې ویلي ول چې د لبنان د حزب‌ الله ډلې یو جګپوړی قوماندان سهېل حسین حسیني یې یوه ورځ وړاندې په پلازمېنه بیروت کې په یوه برید کې وژلی دی.

حسیني د ايران پلوې حزب الله ډلې د لوژېستیکي، بوديجې او مدیریت چارو د څارنې مسوول وو چې د اکتوبر پر اوومه د اسراییلي پوځ په هدفي برید کې ووژل شو.