په امریکا کې یو افغان د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د برید پلان جوړولو په تور نیول شوی

په امریکا کې خلک د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د کیمپېن په یوه غونډه کې شریک دي - انځور له ارشیفه.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، پولیسو هغه افغان نیولی دی چې غوښتل يې د امریکا په اوکلاهوما ایالت کې د راتلونکو ټاکنو پر ورځ برید وکړي.

د عدلیې وزارت د اکتوبر پر اتمه په بیان کې وویل چې ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف‌ بي‌ ای) پلټونکو ته ویلي دي چې له اسلامي دولت (داعش) څخه يې الهام اخیستی او د هغې ډلې په ملاتړ يې په نومبر کې د ټاکنو پر ورځ د خلکو پر ګڼه ګوڼه یې د حملې پلان درلود.

د عدلیې وزارت وايي، د اوکلاهوما ښار اوسېدونکی توحیدي تر هغې وروسته نیول شوی چې اېف بي ای معلومه کړه چې هغه وسلې جمع کولې، د کورنۍ د شتمنیو د حساب تصفیه کولو اقدامات یې کول او خپلې ښځې او ماشوم ته یې افغانستان ته د تګ لپاره یو اړخیز ټېکېټونه اخیستي ول.

د عدلیې وزارت امریکا ته د هغه افغان د ور تګ په اړه جزییات خپاره کړي نه‌ دي، خو اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې توحیدي د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالو په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی وو.

امریکا هغه ویزه هغو افغانانو ته ورکوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو یا ادارو سره کار کړی وو.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۴ز کال د نومبر میاشتې پر پینځمه نېټه وشي. په هغو انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ د رېپبلېکن او کاملا هیرېس د ډېموکراټ ګوند نوماندان دي.