سپینه ماڼۍ وايي، امریکايي ولسمشر جو بایډن له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې ټینګار کړی دی چې د اسراییلو او لبنان د پولې دواړو خواوو ته د بې ځایه شویو لبنانیانو او اسراییلیانو د ستنېدو لپاره دې سفارتي لارې ولټول شي.
سپینې ماڼۍ د اکتوبر پر نهمه د دواړو مشرانو تر ټېلېفوني خبرو وروسته په بیان کې وویل چې بایډن د اکتوبر پر لومړۍ پر اسراییلو د ایران د بیلېسټېک توغندیو برید هم وغنده.
بیان وايي، د امریکا ولسمشر د اسراییلو د "هغه حق تایید" وکړ چې له حزب الله څخه د خپلو خلکو د خوندي کولو لپاره یې کاروي.
بیان د بایډن له خولې وايي چې، حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، "یوازې د تېر یو کال په جریان کې پر اسراییلو په زرګونو میزایل او راکټونه ویشتي" خو ټینګار یې وکړ چې ولسي وګړو، په ځانګړي ډول د بیروت په څېر د زیاتې ابادۍ په ښار کې، ته دې اوښتونکي زیانونه تر ټولو کمې سطحې ته ښکته کړي.
حزب الله د ايران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. اروپايي ټولنې د حزب الله یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.