انګلستان د پاکستان خلاف د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د زياتو منډو کولو رېکارډ جوړ کړ

د انګلينډ لوبډلې هېري بروک د پاکستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د درې ګونې سليزې (ټرېپل سېنچري) وروسته خوشالي کوي - د اکتوبر ۱۰مې انځور

د انګلستان (انګینډ) د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان خلاف د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸۲۳ منډو په کولو سره د دې پېړۍ نوی رېکارډ جوړ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۰مه د پاکستان او انګلستان لوبډلو تر مينځ د ټېسټ سيالۍ څلورمه ورځ ده.

د پاکستان په ملتان ښار کې د اکتوبر پر اوومه د پيل شوې هغې پينځه ورځنۍ سيالۍ پر مهال لومړی بیټېنګ (توپوهنه) پاکستان وکړ او په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵۶ منډې وکړې.

په ځواب کې د انګلستان لوبډلې ۸۲۳ منډې وکړې. د انګلستان هېري بروک د پاکستان خلاف ۳۱۷ او جو روټ ۲۶۲ منډې وکړې.

انګلینډ لومړۍ لوبډله شوه چې د پاکستان پر وړاندې يې په ټېسټ لوبه کې دومره زیاتې منډې وکړې او په دې توګه یې د هند د ۶۷۵ منډو هغه رېکارډ مات کړ چې ۲۰ کاله وړاندې يې د پاکستان خلاف جوړ کړی وو. د هند کرکټ لوبډلې په ۲۰۰۴ز کې په ملتان کې د پاکستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د پينځو لوبغاړو په زيان ۶۷۵ منډې کړې وې.

د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې دا څلورم ځل دی چې په یوه پاڼۍ (اننګز) کې له ۸۰۰ زیاتې منډې شوې دي.

د انګلستان کرکټ لوبډله دا وخت د پاکستان په سفر ده او تر دې وروسته به دويمه ټېسټ لوبه د اکتوبر پر ۱۵مه او درېيمه او وروستۍ سیالي به د اکتوبر پر ۲۴مه کوي.