پي ټي اېم د حکومتي بنديز تر شا لاملونه بې اساسه بللي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه. د کورنیو چارو وزارت په دې اړه په يوه فرمان کې وویل چې د ترهګرۍ د مخنيوي قانون له مخې غورځنګ ناقانونه ګرځوي. د هغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطا تارړ بيا د اکتوبر پر اتمه په يوه خبري غونډه کې له څه ډول ثبوت وړاندې کولو پرته تور پورې کړ چې پي ټي اېم له ترهګرو ډلو سره رابطې لري. غورځنګ دغه تورونه بې اساسه بللي دي. دا چې د پاکستان ځینې غیر پښتانه خبریالان پر پي ټي اېم د لګول شوي بندېز تر شا کوم لاملونه ويني، په اړه يې دا راپور واورئ.