ګنډه پور وايي د خيبر جرګه به بريالۍ وي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه ويلي دي چې په خيبر کې د اکتوبر پر ۱۱مه پيلېدونکې جرګه به بريالۍ وي. نوموړي تېره شپه په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پشتين سره يو ځای خبريالانو ته وويل چې هغه به د اعلا وزير په حيث د جرګې د قراردادونو د عملي کولو او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د هواري لپاره پر هر دريځ غږ پورته کوي. پر دې مهال پښتين وويل چې د وژل شويو پښتنو وينه به ضايع کېدو ته نه پرېږدي. ويډيو رپورټ