انګلستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د انګلستان لوبغاړي د اکتوبر پر ۱۱مه پاکستان ته په ټېسټ لوبه کې تر ماتې ورکولو وروسته خوشحالي لمانځي.

د انګلستان (انګلينډ) کرکټ لوبډلې پاکستان ته په لومړۍ ټېسټ سیالي کې په یوې پاڼۍ او ۴۷ منډو ماتې ورکړې ده.

د پاکستان په ملتان ښار کې د اکتوبر پر اوومه پيل شوې هغې پينځه ورځنۍ سيالۍ پر مهال لومړی بېټينګ (توپوهنه) پاکستان وکړ او په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵۶ منډې وکړې.

په ځواب کې د انګلستان لوبډلې ۸۲۳ منډې جوړې. د انګلستان هېري بروک د پاکستان خلاف ۳۱۷ او جو روټ ۲۶۲ منډې وکړې.

د ټېسټ لوبې پر څلورمه ورځ پاکستان د توپوهنې خپله دويمه پاڼۍ پيل کړه چې د اکتوبر پر ۱۱مه، د لوبې پر پينځمه ورځ يې د ۲۲۰ منډو تر کولو وروسته ټول لوبغاړي وسوځېدل او لوبه يې بايله.

انګلستان د پاکستان خلاف د ټېسټ يا پينځه ورځنۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸۲۳ منډو په کولو سره نوی ريکار ډ جوړ کړ.

انګلینډ لومړۍ لوبډله شوه چې د پاکستان پر وړاندې يې په ټېسټ لوبه کې دومره منډې وکړې.

انګلستان د هند د ۶۷۵ منډو هغه ریکارډ مات کړ چې ۲۰ کاله وړاندې يې د پاکستان خلاف جوړ کړی وو. د هند کرکټ لوبډلې په ۲۰۰۴ز کې په ملتان کې د پاکستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د پينځو لوبغاړو په زيان ۶۷۵ منډې کړې وې.

د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې دا څلورم ځل دی چې په یوه پاڼۍ (اننګز) کې له ۸۰۰ زیاتې منډې شوې دي.

د انګلستان کرکټ لوبډله دا وخت د پاکستان په سفر ده او تر دې وروسته به دويمه ټېسټ لوبه د اکتوبر پر ۱۵مه او درېيمه او وروستۍ لوبه به د اکتوبر پر ۲۴مه کوي.