دوکۍ کې د وژل شويو مزدورانو خپلوانو احتجاج پای ته رسولی

د دوکۍ په باچا خان څلور لارې کې ځايي ولس، د کويلې د کانونو مزدورانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو احتجاج.

له حکومتي ډاډګیرنې او د وژلو شویو مزدورانو کورنیو ته د معاوضو له اعلان وروسته، د بلوچستان په دوکۍ د مزدورانو وژنې پرضد احتجاج پای ته رسېدلی دی.

د بلوچستان د اسمبلۍ غړي سردار مسعود لوڼي مشال رېډيو ته وويل چې د اکتوبر په ۱۱ مه په دوکۍ سيمه کې د سیاسي ګوندونو او مزدورانو اتحادیې په مشرۍ احتجاج وروسته له هغې ختم شو چې حکومت دوی ته ډاډ ورکړ چې د هر وژل شوي مزدور کورنۍ ته به ۱۵ لکه روپۍ ورکوي او دغه راز په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي. نوموړی وايي: "د مزدورانو د کورنیو ټولې مطالبې د ډېپټي کمېشنر دفتر ته راغلي پلاوي وړاندې کړل، انشاالله چې ستاسو کومې مطالبې دي، هغه به په پنځو ورځو کې دننه در حل کوو. تاسو د شهیدانو جنازې کورو ته یوسئ، خاورو ته یې وسپارئ، موږ به د هر شهید کورنۍ ته ۱۵، ۱۵ لکه روپۍ ورکړو."

نوموړي همدا رنګه وویل چې هر جدي ژوبل تن ته به پنځه لکه او معمولي زخمي ته به دوه لکه روپۍ ورکول کېږي.

دا هم وګورئ: د هرنايي د سکرو په کان کې د اکسیجن کمښت له وجې ۵ مزدوران وژل شوي دي

بل پلو په کوټه کې د سکرو د مزدورانو د اتحادیې جنرل سکرټر سلطان لالا مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې د مزدورانو د خوندیتوب لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي: "موږ غوښتنه کوو چې دا غریب مزدوران دې نه وژل کېږي، د دوی وژل یو ناروا ګام دی. دلته داسې مختلف واقعات کېږي چې سر او پښې یې نه معلومېږي، حکومت دې د دې مخه ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د اکتوبر د ۱۰مې او يو۱۱مې نېټې په منځنۍ شپه ناپېژندلو وسلوالو د سکرو په کانونو کې پر کارکوونکو مزدورانو ډزې وکړې او لږ تر لږه۲۱ تنه يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل.

تر پېښې وروسته د اکتوبر پر ۱۱مې پر سهار د دوکۍ په باچا خان څلور لارې کې ځايي ولس، د کويلې د کانونو مزدورانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو احتجاج پيل کړی وو. احتجاج کوونکو له حکومته غوښتنه کوله چې د دوی د ځان او مال حفاظت دې وکړي او په دا ډول پېښو کې ککړ کسان دې ونيسي.

تر اوسه د یاد بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې د سکرو پر کانونو او هلته پر کارکوونکو مزدورانو د زياترو داسې بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې ده.

دا هم وګورئ: وسلوالو د بلوچستان په پنجګور کې ۷ کسان وژلي دي

د دوکۍ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) کلیم الله کاکړ مشال را‌ډیو ته ویلي دي چې وسلوال تر پېښې وروسته تښتېدلي دي خو دوی د لټون عمليات او د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د دوکۍ سیمې د پولیسو مشر همایون خان رسنیو ته ویلي ول چې په وژل شويو مزدورانو کې درې د افغانستان او نور د بلوچستان له ژوب، کلا سيف الله، پښين، هرنايي، موساخېل او کچلاغ (کچلاک) سره اړه لري.

په بلوچستان کې د سکرو يا کويلې له کاروبار سره په مجموعي توګه د لسګونو زرو خلکو روزګار تړلی دی. د کانونو مالکان وايي، له هغه وخت راهیسې چې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي، مزدوران دې ته زړه نه ښه کوي چې په غرنیو سیمو کې کانونو ته ولاړ شي.