بلېنکن وایي په منځني ختیځ کې د لوی جنګ د مخنیوي لپاره کار کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وايي واشنګټن اوس هم پر دې کار کوي چې په منځني ختیځ کې د لوی جنګ مخه ونیسي.

نوموړي وروسته له هغه په اسراییلو غږ وکړ چې د دوی لخوا په مرکزي بیروت حملو کې ۲۲ کسان وژل شوي دي. بلېنکن دا خبره یوه ورځ وروسته له هغې وکړه چې د اکتوبر په ۱۰مه اسراییلو په بیروت کې په دوو ودانیو بریدونه وکړل چې یوه یې په بشپړ ډول ونړېده.

په لاوس کې د ختیځې اسیا سرمشریزې وروسته بلېنکن وویل چې دوی په سیمه کې د لوی جنګ د مخنیوي لپاره په شدت سره ښکېلتیا ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې دا د اسراییلو لپاره خورا مهمه ده چې د جګړې پر مهال د ولسي وګړو خونديتوب یقیني کړي.

لبناني سرچینې وايي د اکتوبر پر ۱۰مه په بریدونو کې لږ تر لږه یو د حزب‌ الله مشر په نښه شوی دی. اسراییل تېره میاشت د حزب‌ الله پر ضد د لبنان په جنوب کې پوځي کمپاین پیل کړی چې له امله یې د ټولې سیمې په کچه د جګړې رامنځته کېدو وېره زیاته شوې ده.

بلخوا د حزب‌الله المنار ټلویزیون راپور ورکړی چې د یادې ډلې د یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا د وژلو هڅه ناکامه شوې ده.

حزب‌الله د ایران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا حزب‌ الله یوه ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې وسلواله څانګه په تور لیست کې شامله کړې ده.