منظور پشتين جرګې ته په مستند فلم کې څه وښوول او څه يې وويل؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خیبر ضلع کې د "پښتنو قامي عدالت" په نامه جرګه د اکتوبر پر ۱۲مه رسماً پیل شوه چې پرانیسته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وکړه. د جرګې منتظمینو په پیل کې په زرګونو ګډونوالو ته يو مستند فلم وښود او منظور پشتين د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې پر مهال پښتنو ته د رسېدلو زیانونو او د ورکو کسانو د مجموعي شمېر په اړه معلومات وړاندې کړل. پي ټی اېم وايي هغه مستند یې په ځانګړې توګه د جرګې لپاره کړې ده. د اکتوبر ۱۳مه د جرګې وروستۍ ورځ ده او د منتظمينو په وینا، پکې به د استازو پر سپارښتنو تر بحثونو وروسته حتمي فیصلې او د راتلونکې تګلاره اعلانېږي. تفصيل په ويډيو کې وګورئ.