زېلېنسکي: روسیې په کورسک کې پرمختګ نه دی کړی

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ولس ته ورځنۍ وینا پر مهال ـ د اکتوبر دویمې انځور.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، ځواکونو د روسیو پوځیانو هغه هڅې شنډې کړې دي چې د روسیې له کورسک سیمې څخه یې د اوکراینیو سرتېرو ایستلو لپاره پیل کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې په ۲۴ ساعتونو کې د روسیې په راکټي حملو کې لږ تر لږه پینځه اوکرایني وګړي وژل شوي دي.

زېلېنسکي د اکتوبر پر ۱۲مه په ویډیويي وینا کې د روسیې د دې ادعا په ځواب کې چې په سیمه کې یې پرمختګونه کړي، وویل، "د کورسک سیمې د عملیاتو په اړه به ووایم چې روسیې ځینې هڅې وکړې چې زموږ د سنګرونو پر خوا مخته راشي، خو موږ خپلې دفاعي کرښې ساتلې دي."

اوکراینیو پوځیانو په اګست میاشت کې د روسیې پر کورسک سیمه د ناڅاپي حملې له پیل سره ځینې "چټکې" او "حیرانوونکې" لاسته راوړنې درلودې، خو روسیې د اکتوبر پر ۱۱مه د دوو کلیو په ګډون د ځینو سیمو د بیا نیولو اعلان وکړ.

البته د جګړې له ډګره راغلي راپورونه په بې پرې ډول نه شي تاییدېدلای.