د خیبر لویې جرګې ته ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم لویې جرګې ته د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلې دي. فعالانې وايي چې دا خورا مثبته خبره ده چې ښځې هم په هغه درې ورځنۍ جرګه کې ونډه لري او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي. موږ د جرګې له یوشمېر ګډونوالو سره د خبرو پر اساس دا ویډیو جوړه کړې ده.