د ښځو د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام کې نن انګلستان او سکاټلینډ او هند او اسټرالیا سیالۍ لري

د انګلینډ لوبغاړې د اکتوبر پر پینځمه د بنګلادېش پر وړاندې د سیالۍ پر مهال.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام کې دوه سیالۍ کېږي چې پکې په لومړۍ کې یې د انګلستان (انګلینډ) او سکاټلینډ او په دویمه کې د هند او اسټرالیا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د اکتوبر ۱۳مې لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر درو او د کابل پر پردوه نیمو بجو پیل شوه چې پکې سکاټلینډ پچه وګټله او لومړی توپوهنه (بیټېنګ) یې غوره کړ.

ټاکل شوې چې د هند او اسټرالیا د ښځو لوبډلو ترمینځ سیالي هم د شارجې په لوبغالي کې وشي چې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، د اکتوبر۱۲مه دوه سیالۍ وشوې چې په لومړۍ کې نیو زیلینډۍ لوبډلې سري لنکا ته په اته وېکټو ماتې ورکړه. سري لنکا لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوروونو کې یې ۱۱۵ منډې وکړې. په ځواب کې نیو زیلینډ هدف په ۱۸م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د ورځې په دویمه سیالۍ کې جنوبي افریقا بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د بنګلادېش لوبغاړو ۱۰۶ منډې کړې وې چې جنوبي افریقا په ۱۸م اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړې.

د ښځو ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام له ۲۰۰۹ز کال راهیسې کېږي. دا د ښځو د کرکټ لپاره دا یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي. دا جام د نارینه‌ وو د ۲۰ اووره جام په څېر هر دوه یا درې کاله وروسته کېږي او د نړۍ غوره ټیمونه پکې برخه اخلي.

اسټرالیا تر اوسه له اووه نړیوالو جامونو څخه پینځه اتلولۍ ګټلې دي.