د خیبر جرګې میدان سره لنډمهالی بازار لګېدلی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر ضلعې د جمرود په رېګلي للمه کې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم په روانه جرګه کې نه یوازې د پښتنو پر ستونزو او د هغو پر حللارو بحثونه روان دي بلکې هلته لنډمهالي کاروباري هلې ځلې هم زیاتې شوې دي. د جرګې ځای ته پر لاره او هلته په میدان کې د خوړو تر څنګ د کتابونو سټالونه هم لګېدلي دي. لیکوال علي ارقم هم هلته ورغلی وو او له مشال راډیو سره یې د سترګو لیدلی حال شریک کړ.