امریکايي چارواکي: اسراییلو ایران کې خپل اهداف تر پوځي او انرژۍ زېربنا محدود کړي

اسراییلو د دفاعي نظام په مرسته د ایران ډېری توغندي په فضا کې شنډ کړل ـ د اکتوبر لومړۍ انځور.

امریکایي اېن بي سي ټېلېوېژن د اکتوبر پر ۱۲مه راپور ورکړی چې امریکايي چارواکي باور لري چې اسراییلو د ایران وروستي برید ته په غبرګون کې خپل هدفونه د هغه هېواد پوځي او انرژۍ زېربنا ته محدود کړي دي.

راپور د یو امریکايي چارواکي په حواله، چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي چې داسې هېڅ نخښې نه شته چې اسراییل به اټومي تاسیسات هدف وګرځوي یا کوم مهم کسان ووژني.

چارواکي دا هم ویلي چې اسراییلو تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې کله او څنګه به غبرګون ښيي.

اسراییلو په وار وار ویلي چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د ایران د توغندیو برید ته به ځواب وايي.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ایران پراسراییل د بیلېسټېک توغندیو یو لوی برید وکړ چې پکې یې نېږدې ۲۰۰ توغندي وکارول. تهران وایي هغه برید یې د حزب‌الله او حماس، چې امریکا یې ترهګرې ډلې بولي، د مشرانو د وژلو په غبرګون کې وکړ.

اسراییلو په هغه برید کې د خپل دفاعي سېسټم په مرسته ډېری توغندي په فضا کې شنډ کړل او د برید له امله زیات مالي تاوانونه و نه شول.